ایکنا – په مکې مکرمې کې د ؛اسلامی مذهبونو ترمینځ د پل رامینځةکیدا ؛ په نامې سره په دوهم سمینار کې د ایران د اسلامی جمهوریت نماینده نړیوال مبلغ حجةالاسلام یحیی جهانګیري د اسلامی نړۍ د راتلونکي او دعالمانو د نړیوال رسالت بیانولو ته مخه کړه .
د خبر لمبر: 3490774 خپرونې تاریخ : 2025/03/10
ایکنا – شیخ الازهر شیخ احمد الطیب په یولړڅرګندونو کې روښانه کړې ده ، د فلسطین او غزې موضوع د مونږ لپاره یو عبرت او پند دی ،که حقیقی اسلامی وحدت او یووالی مو درلودلی ،نو هیڅکله به د پرله پسې د څه دپاسه شپاړسو میاشتو لپاره د بې ګناه عامو خلکو او ماشومانو د قتل عام پشمول د غزې د هیڅ یوې پیښئې د لیدو شاهدان نه وو او د له خپل ټاټوبی څخه د فلسطین د مظلومو خلکو د کوچولو د پلان آوریدونکي به نه وو.
د خبر لمبر: 3490677 خپرونې تاریخ : 2025/02/22
ایکنا - په دې حساسو حالاتو کښې چې نن یې وینو، ټول کفر د ټول اسلام په وړاندې ولاړ دی او د جنګِ احزاب رایادونکی دی، د اسلام حکم، د دغو جنګي کفارو په وړاندې د جهاد جوت واجبوالی دی؛ لکه څنګه چې متعال خدای فرمايي: «وَقَاتِلُوا الْمُشْرِکِینَ کَافَّةً کَمَا یُقَاتِلُونَکُمْ کَافَّةً» نو ځکه دنده دا ده چې ټول پتمن مسلمانان وسله راواخلي او د مسلمانانو د سر او مال او عزت دفاع وکړي، لکه څنګه چې «د مقاومت امت» ژوندی دی او د لازیات تیري اجازه به ورنه کړي او له دې جهاد څخه به د خدای تعالی په درګاه کښې ستر اجر ولري چې فرمایلي یې دي: «لَا یَسْتَوِی الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ غَیْرُ أُولِی الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَی الْقَاعِدِینَ دَرَجَةً وَکُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَی وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ عَلَی الْقَاعِدِینَ أَجْرًا عَظِیمًاً».
د خبر لمبر: 3490184 خپرونې تاریخ : 2024/11/19
ایکنا- د اسلامی نړۍ د ټولنې له خوا د؛اسلامی مذهبونو ترمنیځ د پل د جوړیدا ؛په عنوان سره یو نړیوال کنفرانس په مکې مکرمې کې له پرون راهسې د اسلامی هیوادونو د مختلفو مذهبونو د عالمانو او متفکرانو په شتون او دغه راز د ایران د سالامی جمهوریت د دوو ویناوالو په شتون سره پيل شوی او تر سبا پورې به دوام ولري.
د خبر لمبر: 3488898 خپرونې تاریخ : 2024/03/18
ایکنا- د تایلینډ لومړی وزیر به ددغه هیواد د جنوب مسلمان میشته ولایتونو ته په درې ورځني سفر کې د سیمې له مذهبی مشرانو او مسلمانانو سره کتنه او د قرآني او اسلامی آثارو د میوزیم پشمول د تاریخي او ټوریسټي ځایونو لیدنه هم وړي.
د خبر لمبر: 3488801 خپرونې تاریخ : 2024/02/28
ایکنا-(تهران) د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي سورئې ته د خپل سفر په دوهمه ورځ نن ددغه هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بلادشام له عالمانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487285 خپرونې تاریخ : 2023/05/04
ایکنا-(تهران)،د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثي په یوې وینا کې د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې په خاطر د اسلام نړۍد عالمانو دهوښیارتیا او ځیرتیا په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487035 خپرونې تاریخ : 2023/03/14
ایکنا-(تهران)په دغې فتوا کې راغلی دي، د پولیسو او نورو پوځي ما مورانو په ضد د وسلو په لاس کې پورته کول ، له شریعت سره په تضاد کې دي او هرڅوک چې د پاکستان د اساسی قانون او نورو قوانینو په ضد اقدام وکړي، د قانون په اساس به سزا شي.
د خبر لمبر: 3486733 خپرونې تاریخ : 2023/01/10
ایکنا-(تهران)د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي حسین ابراهیم طاهاله زده کړې د انجونو په محرومولو کې د طالبانو د فیصلې په ضد داسلامی نړۍ د عالمانو او دینی مراجعو د یووالی او اتحاد غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486676 خپرونې تاریخ : 2022/12/31
ایکنا-(تهران) دپاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ددیني عالمانو غونډه په داسې حال کې ترسره شوي،چې په تیر یوه کال کې د پاکستان پوله ساتونکی او طالب ځواک په کرتو سره ښکر په ښکر شوي دي.
د خبر لمبر: 3486249 خپرونې تاریخ : 2022/09/20